إِن تُعَذِّبۡهُمۡ فَإِنَّهُمۡ عِبَادُكَۖ وَإِن تَغۡفِرۡ لَهُمۡ فَإِنَّكَ أَنتَ ٱلۡعَزِيزُ ٱلۡحَكِيمُ ١١٨
5-118 كه چېرې ته دوى ته عذاب وركوې، نو یقینًا دوى ستا بنده ګان دي او كه چېرې ته دوى ته بخښنه كوې، نو بېشكه هم ته ډېر غالب، ښه حكمت والا يې
تفسیر
که ته دوی ته عذاب ورکوې -ای ربه- نو یقینا دوی ستا بندګان دي ته چې څه غواړې هماغه پرې کولی شي، او که ته چیرته په دوی باندې احسان وکړې په هغه چا چې ایمان یې راوړی د دوی نه په بخښنې سره نو د دې هیڅوک تالره منع کوونکی نشته، ځکه چې یواځې ته زورور او غالب ذات یې هغه چې هیڅوک پرې نشي غالب کیدلی، حکیم یې په خپلو ټولو چارو کې.