سورت المائدة، آیت 109

5:109

۞ يَوۡمَ يَجۡمَعُ ٱللَّهُ ٱلرُّسُلَ فَيَقُولُ مَاذَآ أُجِبۡتُمۡۖ قَالُواْ لَا عِلۡمَ لَنَآۖ إِنَّكَ أَنتَ عَلَّٰمُ ٱلۡغُيُوبِ ١٠٩

5-109 هغه ورځ (یاده كړه) چې الله به رسولان راجمع كړي، نو (ورته) وايي به: تاسو ته څه جواب دركړى شوى و؟ هغوى به ووايي: مونږ ته هېڅ علم نشته، بېشكه هم ته پر غیبو ښه عالم يې

تفسیر

یاده کړئ –ای خلکو- ورځ د قیامت کله چې به الله تعالی راجمع کړي ټول پیغمبران، نو الله تعالی به دې پیغمبرانو ته ووایې: څه جواب درکړ تاسو ته ستاسو امتونو هغه چې ما ورته تاسو لیږلي وئ؟ دوی به ووایې په داسې حال کې چې جواب به الله تعالی حواله کوي: مونږ ته پته نشته، بلکې علم تاته دی –ای زمونږه ربه- بیشکه ته چې یې یوازې ته یې هغه څوک چې په پټو کارونو باندې پوهیږی.