سورت المائدة، آیت 104

5:104

وَإِذَا قِيلَ لَهُمۡ تَعَالَوۡاْ إِلَىٰ مَآ أَنزَلَ ٱللَّهُ وَإِلَى ٱلرَّسُولِ قَالُواْ حَسۡبُنَا مَا وَجَدۡنَا عَلَيۡهِ ءَابَآءَنَآۚ أَوَلَوۡ كَانَ ءَابَآؤُهُمۡ لَا يَعۡلَمُونَ شَيۡـٔٗا وَلَا يَهۡتَدُونَ ١٠٤

5-104 او كله چې دوى ته وویل شي چې راشئ هغه شي ته چې الله نازل كړى دى او رسول ته (راشئ)، دوى وايي: مونږ ته هغه (لار) كافي ده چې په هغې باندې مونږ خپل پلرونه موندلي دي، ایا اګر كه د دوى پلرونه داسې وو چې  نه پر كوم شي پوهېدل او نه هدایت موندونكي وو

تفسیر

او کله چې وویل شي په الله تعالی باندې دروغ تړونکو خلکو ته په حراموالي د بعضو څاریو: راشئ هغه څه ته چې الله تعالی رالیږلي د قران کریم نه، او راشئ د پیغمبر –صلی الله علیه وسلم- سنتو ته چې حلال او حرام وپیژنئ، وايي دوی: بس دي مونږ لره هغه عقاید، ویناګانې او کارونه چې مونږ اخیستي د خپلو مشرانو نه، څرنګه دوی لره دا کافي دی او حال دا چې د دوی مشران په هیڅ شي باندې نه پوهیدل، او نه یې چاته د حق لاره ورښودله؟! نو د دوی تابعداري نه کوي مګر هغه څوک چې د دوی نه هم ډیر ناپوهه وي او ډیر ګمراه وي په اعتبار د لارې سره، نو بس دوی ناپوهه او ګمراهان دي.