سورت المائدة، آیت 102

5:102

قَدۡ سَأَلَهَا قَوۡمٞ مِّن قَبۡلِكُمۡ ثُمَّ أَصۡبَحُواْ بِهَا كَٰفِرِينَ ١٠٢

5-102 یقینًا له تاسو نه مخكې یو قوم دغه غوښتنې كړې وې (لكه نصاراوو دسترخوان او ثموديانو اوښه غوښتې وه)، بیا دوى په هغو (يا په سبب د هغو سره) كافر شول

تفسیر

بیشکه غوښتنه کړی وه د دې په شان یو قوم چې ستاسو نه مخکې تیرشوي، نو کله چې هغوی مکلف شول په هغې باندې عمل یي پرې ونه کړ، نو د دې په وجه هغوی کافران شول.