سورت الليل، آیت 8

92:8

وَأَمَّا مَنۢ بَخِلَ وَٱسۡتَغۡنَىٰ ٨

92-8 او هر چې هغه څوك دى چې بخیلي كوي او بې پروايي كوي

تفسیر

او چاچې پر خپل مال بخيلي وکړه چې په کوم څه کې يې لګول واجب و په هغو کې يې ونه لګاوه، او پر خپل مال له الله څخه بې پروا شو او د الله له پېرزوينې يې څه ونه غوښتل.