أَمَّا ٱلسَّفِينَةُ فَكَانَتۡ لِمَسَٰكِينَ يَعۡمَلُونَ فِي ٱلۡبَحۡرِ فَأَرَدتُّ أَنۡ أَعِيبَهَا وَكَانَ وَرَآءَهُم مَّلِكٞ يَأۡخُذُ كُلَّ سَفِينَةٍ غَصۡبٗا ٧٩
18-79 هر چې كښتۍ وه، نو هغه د هغو مسكینانو وه چې په بحر كې يې كار كاوه، نو ما اراده وكړه چې زه هغه عیبجنه كړم، په داسې حال كې چې د دوى په مخه كې یو داسې باچا و چې هره (روغه) كښتۍ به يې په زور سره اخيستله
تفسیر
هر چې هغه کښتۍ وه چې تا په ما باندې د هغې د سوري کولو انکار وکړو؛ نو هغه د غریبانو خلکو وه چې په دریاب کې ئې پرې مزدوري کوله له هغې پرته یې بله کومه چاره نه وه، نو ما وغوښتل چې دا کښتۍ عیبناکه شي په هغه طریقه چې ما وکړه؛ تر دې چې واکدار (مسلط) نه شي په هغوی باندې هغه ظالم بادشاه چې د دوی مخې ته و او هره روغه کښتۍ به ئې په زور سره د خپلو مالکانو نه اخیستله، او هره عیبناکه کښتۍ به ئې پریښودله.