سورت الكهف، آیت 61

18:61

فَلَمَّا بَلَغَا مَجۡمَعَ بَيۡنِهِمَا نَسِيَا حُوتَهُمَا فَٱتَّخَذَ سَبِيلَهُۥ فِي ٱلۡبَحۡرِ سَرَبٗا ٦١

18-61 نو كله چې دوى دواړه د هغو دواړو (دریابونو) په خپل مینځ كې د یو ځاى كېدو مقام ته ورسېدل، نو دوى خپل كب هېر كړ، نو هغه په سمندر كې (د) سرنګ (په شان) خپله لار ونیوله

تفسیر

نو دا دواړه لاړل، پس هر کله چې ورسېدل ځای د یوځای کیدلو د دواړو دریابونو ته، دواړو خپل هغه ماهي هیر کړ چې د ځان لپاره يې د توخې په شکل را اخیستلی و، نو الله تعالی هغه ماهي راژوندی کړ، او ویې نیوله د ځان لپاره لار په دریاب کې د سوري په شان، چې اوبه ورسره نه یوځای کیدلې.