سورت الكهف، آیت 48

18:48

وَعُرِضُواْ عَلَىٰ رَبِّكَ صَفّٗا لَّقَدۡ جِئۡتُمُونَا كَمَا خَلَقۡنَٰكُمۡ أَوَّلَ مَرَّةِۭۚ بَلۡ زَعَمۡتُمۡ أَلَّن نَّجۡعَلَ لَكُم مَّوۡعِدٗا ٤٨

18-48 او دوى به خپل رب ته قطار قطار وړاندې كړى شي (او وبه ویل شي:) یقینًا یقینًا تاسو مونږ ته داسې (لغړ او يواځې) راغلئ لكه چې مونږ تاسو په ړومبي ځل پیدا كړي وئ، بلكې تاسو دا ګڼله چې مونږ به تاسو لپاره له سره كوم میعاد مقرر نه كړو

تفسیر

او پیش به کړی شي خلک ستا په رب باندې صفونه صفونه نو حساب به ورسره وکړي، او دوی ته به وویل شي: یقینا تاسې راغلي یاست مونږ ته یواځې پښیبله لغړ (بربنډ) نا سنته لکه اول ځل چې مونږ پيداکړي وئ، بلکې تاسې ګومان کاوه چې تاسې به هیڅکله بیرته راژوندي نشئ، او مونږ به هیڅکله تاسې لره وخت او ځای مقرر نه کړو چې تاسې ته پکې ستاسې په عملونو بدلې درکړو.