وَتَحۡسَبُهُمۡ أَيۡقَاظٗا وَهُمۡ رُقُودٞۚ وَنُقَلِّبُهُمۡ ذَاتَ ٱلۡيَمِينِ وَذَاتَ ٱلشِّمَالِۖ وَكَلۡبُهُم بَٰسِطٞ ذِرَاعَيۡهِ بِٱلۡوَصِيدِۚ لَوِ ٱطَّلَعۡتَ عَلَيۡهِمۡ لَوَلَّيۡتَ مِنۡهُمۡ فِرَارٗا وَلَمُلِئۡتَ مِنۡهُمۡ رُعۡبٗا ١٨
18-18 او ته به پر دوى د ویښو ګمان كوې، حال دا چې دوى ویده دي او مونږ دوى په ښي اړخ او ګس اړخ اړوو او د دوى سپى (د غار) په خولې كې د خپلو څنګلو غځوونكى دى، كه ته پر دوى له بره نظر واچوې (نو) ته به خامخا له دوى نه په تېښته راوګرځې او خامخا به ته د وېرې په لحاظ ډك كړى شي
تفسیر
او ته به ګومان کوې په دوی باندې -ای دوی ته کتونکيه- د ویښو د سترګو د غړیدلو د وجې، او حال دا چې دوی ویده دي، او مونږ اړوو راړوو دوی لره د دوی په خوب کې کله ښي طرف ته، او کله چپ طرف ته هسې نه چې ځمکه یې جسدونه وخوري، او سپی د دوی چې د دوی سره ملګری و غځوونکی دی خپلو لیچو لره د غار په خوله کې، که چیرته ته ناڅاپه ورښکاره شې په دوی باندې او دوی ووینې نو د دوی نه به په منډه په شا وتختې د ویرې له وجې نه، او ستا نفس به ډک شي د دوی نه په ویرې سره.