قُلۡ يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ هَادُوٓاْ إِن زَعَمۡتُمۡ أَنَّكُمۡ أَوۡلِيَآءُ لِلَّهِ مِن دُونِ ٱلنَّاسِ فَتَمَنَّوُاْ ٱلۡمَوۡتَ إِن كُنتُمۡ صَٰدِقِينَ ٦
62-6 ته (دوى ته) ووایه: اى هغو كسانو چې یهودیان شوي دي! كه تاسو دا (غلطه) عقیده لرئ چې یقینًا تاسو له نورو خلقو نه غیر د الله دوستان یئ، نو تاسو د مرګ ارزو وكړئ، كه چېرې تاسو رښتيني یئ
تفسیر
اې رسوله! ووايه: اې هغو کسانو چې پر يهوديت د هغو له تحريف وروسته پاتې دي، که چېرې تاسې دا ګومان کوئ چې همدا تاسو د الله دوستان ياست او هغه له خلکو څخه تاسو د دوستۍ لپاره ځانګړي کړي ياست؛ نو د مرګ هيله وکړئ، ترڅو ستاسو له ګومان سره سم يې چې د کوم درناوي لپاره ځانګړي کړي ياستی هغه ژر درکړي که چېرې تاسې په خپله دعوی کې رېښتيني ياست چې له ټولو خلکو څخه يوازې تاسې د الله دوستان ياست.