سورت الجمعة، آیت 7

62:7

وَلَا يَتَمَنَّوۡنَهُۥٓ أَبَدَۢا بِمَا قَدَّمَتۡ أَيۡدِيهِمۡۚ وَٱللَّهُ عَلِيمُۢ بِٱلظَّٰلِمِينَ ٧

62-7 او دوى به د دغه (مرګ) ارزو هیڅكله هم ونه كړي، په سبب د هغو (كارونو) چې د دوى لاسونو مخكې لېږلي دي او الله په ظالمانو باندې ښه پوه دى

تفسیر

او هغوی به هيڅکله د مرګ هيله ونه کړي، بلکې هغوی په دنيا کې د تلپاتې کېدو هيله کوي د هغه کفر، ګناهونو، ظلم، تورات د تحريف او بدلولو له امله چې ترسره کړي يې دي، او الله پر ظالمانو ښه پوه دی، د هغوی له کړنو هيڅ هم نه ترې پټيږي او ژر به پرې بدله ورکړي.