مَثَلُ ٱلَّذِينَ حُمِّلُواْ ٱلتَّوۡرَىٰةَ ثُمَّ لَمۡ يَحۡمِلُوهَا كَمَثَلِ ٱلۡحِمَارِ يَحۡمِلُ أَسۡفَارَۢاۚ بِئۡسَ مَثَلُ ٱلۡقَوۡمِ ٱلَّذِينَ كَذَّبُواْ بِـَٔايَٰتِ ٱللَّهِۚ وَٱللَّهُ لَا يَهۡدِي ٱلۡقَوۡمَ ٱلظَّٰلِمِينَ ٥
62-5 د هغو كسانو حال چې په هغوى باندې تورات وربار كړى شوى و (د تورات مكلف كړى شوي وو)، بیا دوى هغه پورته نه كړ ؛ د هغه خره د حال په شان دى چې كتابونه يې په شا كړي وي، د هغو كسانو بد مثال (حال) دى چې د الله د ایتونو تكذیب كوي او الله ظالم قوم ته هدایت نه كوي
تفسیر
هغه يهود چې پر تورات په عمل کولو مکلف کړل شوي وو بيا يې هغه څه پرېښودل چې پرې مکلف کړل شوي وو د هغوی بېلګه داسې ده لکه خر چې لوی کتابونه وړي، پردې نه پوهيږي چې څه شی پرې بار دی: ايا هغه کتابونه دي او که بل څه دي؛ د هغه قوم بېلګه ډېره بده ده چې د الله ايتونه درواغ ګڼي، او الله ظالم قوم ته حق ته د رسېدلو توفيق نه ورکوي.