سورت الجن، آیت 6

72:6

وَأَنَّهُۥ كَانَ رِجَالٞ مِّنَ ٱلۡإِنسِ يَعُوذُونَ بِرِجَالٖ مِّنَ ٱلۡجِنِّ فَزَادُوهُمۡ رَهَقٗا ٦

72-6 او بېشكه شان دا دى چې په انسانانو كې ډېر داسې سړي وو چې په پېریانو كې په ځینو سړیو پورې به يې پناه نیوله، نو دغو خلقو دغو (پېریانو) ته سركشي ورزیاته كړه

تفسیر

او دا چې په جاهليت کې له انسانانو ځينو سړيو د پېريانو پر ځينو سړيو پورې پناه غوښته کله به چې کوم ډاروونکي ځای ته راتلل؛ نو له هغوی به يوه ويل: د دغې شېلې (ناو) پر سردار د هغه د قوم له احمقانو پناه غواړم، چې د انسانانو د سړيو وېره او ډار به د پېريانو د سړيو له لوري لا زياته شوه.