وَأَنَّا ظَنَنَّآ أَن لَّن تَقُولَ ٱلۡإِنسُ وَٱلۡجِنُّ عَلَى ٱللَّهِ كَذِبٗا ٥
72-5 او یقینًا مونږ دا خیال كاوه چې په الله باندې به انسانان او پېریان هیڅكله دروغ ونه وايي
تفسیر
او موږ دا ګومان کړی و چې له انسانانو او پېريانو به مشرکان درواغ نه وايي کله چې هغوی دا ګومان کولو چې هغه (الله) لره مېرمن او زوی شته؛ نو موږ د هغوی په پيروي کولو سره د هغوی وينا رېښتينې وګڼله هغوی پسې په پټو سترګو لاړو.