قُلۡ إِنۡ أَدۡرِيٓ أَقَرِيبٞ مَّا تُوعَدُونَ أَمۡ يَجۡعَلُ لَهُۥ رَبِّيٓ أَمَدًا ٢٥
72-25 ته (دوى ته) ووایه: زه نه پوهېږم چې ایا هغه (عذاب) نژدې دى چې تاسو سره يې وعده كولى شي، یا به د ده لپاره زما رب لرې زمانه مقرره كړي
تفسیر
اې رسوله! دغو له بېرته را پاڅېدلو څخه نټه کوونکو مشرکانو ته ووايه: زه نه پوهېږم چې آيا هغه عذاب نېږدې دی چې ژمنه يې درسره کيږي او يا دا چې هغه لره کوم داسې وخت شته چې يوازې الله پرې پوهيږي.