سورت الإسراء، آیت 60

17:60

وَإِذۡ قُلۡنَا لَكَ إِنَّ رَبَّكَ أَحَاطَ بِٱلنَّاسِۚ وَمَا جَعَلۡنَا ٱلرُّءۡيَا ٱلَّتِيٓ أَرَيۡنَٰكَ إِلَّا فِتۡنَةٗ لِّلنَّاسِ وَٱلشَّجَرَةَ ٱلۡمَلۡعُونَةَ فِي ٱلۡقُرۡءَانِۚ وَنُخَوِّفُهُمۡ فَمَا يَزِيدُهُمۡ إِلَّا طُغۡيَٰنٗا كَبِيرٗا ٦٠

17-60 او هغه وخت (یاد كړه) چې مونږ تا ته وویل: بېشكه ستا رب ټول خلق راګېر كړي دي او هغه منظره چې مونږ تا ته وښودله مونږ نه ده ګرځولې مګر د خلقو لپاره ازمايش او هغه ونه هم (ازمايش ګرځولې) چې قرآن كې پرې لعنت شوى دى او مونږ دوى وېروو، نو (دغه وېرول) دوى ته نه زیاتوي مګر ډېره لويه سركشي

تفسیر

او یاد کړه -ای پیغمبره- کله چې مونږ تا ته وویل: یقینا ستا رب راګیر کړي ټول خلک په خپل قدرت کې، نو دوی ټول د هغه په تسلط او ګیر کې دي، او الله تعالی ساتونکی دی تا لره د دوی نه، نو ته ورسوه هغه څه چې تا ته یې په رسولو امر شوی، او مونږ نه دي ګرځولي هغه څه چې مونږ په سترګو ښودلي و تا ته د اسرا په شپه باندې مګر امتحان او ازمیښت لپاره د خلکو، چې آیا دوی دا ریښتیا ګڼي، او که دروغ یې ګڼي؟ او مونږ نده ګرځولی ونه د زقوم - چې په قرآن کریم کې ذکر شوې چې دا د جهنم په یخ کې راټوکیږي - مګر ازمیښت د دوی لپاره، نو کله چې دوی په دې داوړو معجزو ایمان را نه وړ نو دوی هیڅکله په نورو ایمان نه راوړي، او مونږ ویره ورکوو دوی لره په رالیږلو د معجزو، نو نه زیاتي کوي دوی لره دا ویره په رالیږلو د دې معجزو مګر زیاتی په کفر کې او ډیروالی په ګمراهۍ کې.