وَلَقَدۡ صَرَّفۡنَا فِي هَٰذَا ٱلۡقُرۡءَانِ لِيَذَّكَّرُواْ وَمَا يَزِيدُهُمۡ إِلَّا نُفُورٗا ٤١
17-41 او یقینًا یقینًا مونږ په دې قرآن كې مكرر بیان كړى دى، د دې لپاره چې دوى نصیحت واخلي (خو دغه بیان) دوى ته نه زیاتوي مګر تېښته (لرې والى)
تفسیر
او یقینا مونږ بیان کړي په دې قرآن کریم کې احکام او پندونه او مثالونه د دې لپاره چې خلک پرې پند واخلي، نو هغه لاره خپله کړي چې دوی ته فایده رسوي، او هغه لاره پریږدي چې دوی ته ضرر رسوي، او حال دا دی چې بعضې د دې خلکو نه داسې دي چې فطرتونه یې نسکور شوي نو نه زیاتي کیږي په دې سره مګر لرې والی د حق نه او بد ګڼل حق لره.