وَيَدۡعُ ٱلۡإِنسَٰنُ بِٱلشَّرِّ دُعَآءَهُۥ بِٱلۡخَيۡرِۖ وَكَانَ ٱلۡإِنسَٰنُ عَجُولٗا ١١
17-11 او انسان د شر دعا غواړي د خپلې خیر د دعا (په شان) او انسان له شروع نه ډېر تلوار كوونكى دى
تفسیر
او خېرا کوي انسان د خپلی ناپوهئ له وجې په خپل ځان او بچو او مال باندې د غصې په وخت کې، لکه په شان د دعا د ده خپل ځان لره په خیر سره، نو که چیرته مونږ په شر سره د دې دعا قبوله کړی وی نو دې به هلاک شوی وی، او مال او بچې به یې هم هلاک شوي وی، او د انسان په طبیعت کې تلوار دی؛ نو د دې وجې کله دا په هغه څه تلوار کوي چې دې ته ضرر رسوي.