إِنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ بَعۡدَ إِيمَٰنِهِمۡ ثُمَّ ٱزۡدَادُواْ كُفۡرٗا لَّن تُقۡبَلَ تَوۡبَتُهُمۡ وَأُوْلَٰٓئِكَ هُمُ ٱلضَّآلُّونَ ٩٠
3-90 بېشكه هغه كسان چې له خپل ایمان راوړو نه بعد كافر شول، بیا په كفر كې (ترځنكدنه) مخ په وړاندې لاړل، (نو) د هغوى توبه به له سره نه قبلېږي او همدغه كسان ګمراهان دي
تفسیر
پرته له شکه هغه کسان چې وروسته له ايمانه يې کفر کړی او پر کفر يې تر هغه دوام کړی چې مرګ يې وليد؛ نو هېڅلکه به له هغوی د مرګ د ليدلو پرمهال توبه ونه منل شي، د وخت د تېرېدلو له امله، او همدوی الله ته له رسوونکې نېغې لارې څخه لار ورکي دي.