سورت آل عمران، آیت 51

3:51

إِنَّ ٱللَّهَ رَبِّي وَرَبُّكُمۡ فَٱعۡبُدُوهُۚ هَٰذَا صِرَٰطٞ مُّسۡتَقِيمٞ ٥١

3-51 بېشكه الله زما رب دى او ستاسو رب دى، نو د هغه عبادت كوئ، دا ډېره نېغه لار ده

تفسیر

دا ځکه چې بېشکه الله زما او ستاسو پالونکی دی، نو هماغه یوازې د تابعدارۍ او وېرې وړ دی، یوازې د هغه عبادت وکړئ، همدا څه چې مې تاسو ته پرې امر وکړ چې د الله عبادت او تقوی ده همدا نېغه لار ده چې کوږوالی پکې نشته.