إِذۡ قَالَتِ ٱلۡمَلَٰٓئِكَةُ يَٰمَرۡيَمُ إِنَّ ٱللَّهَ يُبَشِّرُكِ بِكَلِمَةٖ مِّنۡهُ ٱسۡمُهُ ٱلۡمَسِيحُ عِيسَى ٱبۡنُ مَرۡيَمَ وَجِيهٗا فِي ٱلدُّنۡيَا وَٱلۡأٓخِرَةِ وَمِنَ ٱلۡمُقَرَّبِينَ ٤٥
3-45 كله چې ملايكو وویل: اى مریمې! بېشكه الله تا ته له خپل طرف نه د یوې كلمې زېرى دركوي، چې د هغه نوم مسیح عیسٰی زوى د مریم دى، چې په دنیا او اخرت كې به ډېر مخور وي او له مُقرَبینو څخه به وي
تفسیر
یاد کړه -ای پېغمبره- کله چې ملائکې وویل: ای مریمې! بېشکه الله تعالی تاته زېری درکوي د یو بچې چې پېدایښت به یې پرته له پلار څخه وي، د الله تعالی په کلمه (وینا) به وي چې ورته ووایي: (وشه) نو د الله په اجازه به بچی وي، او نوم د دې بچې به: مسیح عیسی زوی د مریمې وي، په دنیا او آخرت کې به یې ستره منزله وي، او الله تعالی ته به له نږدې خلکو وي.