ٱلَّذِينَ قَالُواْ لِإِخۡوَٰنِهِمۡ وَقَعَدُواْ لَوۡ أَطَاعُونَا مَا قُتِلُواْۗ قُلۡ فَٱدۡرَءُواْ عَنۡ أَنفُسِكُمُ ٱلۡمَوۡتَ إِن كُنتُمۡ صَٰدِقِينَ ١٦٨
3-168 هغه كسان چې د خپلو وروڼو په باره كې يې وویل او خپله (له جنګ نه) ناست وو: كه چېرې هغوى زمونږ خبره منلې وى، (نو) نه به وژل كېدل، ته (ورته) ووایه: نو تاسو له خپلو ځانونو نه مرګ لرې كړئ كه چېرې تاسو رښتیني یئ
تفسیر
دا هغه کسان دي چې د جنګ څخه وروسته پاتې شوي وو، او ویل یې د خپلو هغو خپلوانو باره کې چې د احد په ورځ مړه شوي وو: که چیرته دوی زمونږ خبره منلې وای او جنګ ته نه وی وتلې نو یقینا دوی به نه و مړه شوي، -ای پیغمبره- ته رد وکړه په دوی باندې او ورته ووایه: تاسو د خپلو ځانونو څخه مرګ لرې کړئ کله چې په تاسو مرګ راشي که چیرته تاسو رښتوني یاست په خپله دعوه کې چې که چیرته هغوی ستاسو خبره منلی وی نه به وو مړه شوي، او یقینا چې ستاسو د مرګ نه د ژغورل کیدو سبب د الله تعالی په لاره کې د جهاد نه پاتې کېدل وو.