ٱلَّذِينَ يُنفِقُونَ فِي ٱلسَّرَّآءِ وَٱلضَّرَّآءِ وَٱلۡكَٰظِمِينَ ٱلۡغَيۡظَ وَٱلۡعَافِينَ عَنِ ٱلنَّاسِۗ وَٱللَّهُ يُحِبُّ ٱلۡمُحۡسِنِينَ ١٣٤
3-134 هغه كسان چې انفاق كوي په اسانۍ او تنګۍ كې او خصوصًا چې غصې لره زغمونكي وي او خلقو ته معافي كوونكي وي او الله نېكي كوونكي خوښَوي
تفسیر
پرهیزګاران هغه کسان دي چې خپل مالونه د الله تعالی په لاره کې خرچ کوي، د اسانتیا (مالدارۍ) او تنګستیا (غریبۍ) په حالاتو کې، او کنټرولونکي دي خپلې غصی لره؛ سره لدې نه چې د انتقام وسه او طاقت هم لري، او تیریږی (معافی کوي) د هغه چا نه چې ظلم یې پری کړې وي، او الله تعالی خوښوي نیکان خلک چې په دې صفتونو باندې خپل اخلاق برابروي.