سورت آل عمران، آیت 13

3:13

قَدۡ كَانَ لَكُمۡ ءَايَةٞ فِي فِئَتَيۡنِ ٱلۡتَقَتَاۖ فِئَةٞ تُقَٰتِلُ فِي سَبِيلِ ٱللَّهِ وَأُخۡرَىٰ كَافِرَةٞ يَرَوۡنَهُم مِّثۡلَيۡهِمۡ رَأۡيَ ٱلۡعَيۡنِۚ وَٱللَّهُ يُؤَيِّدُ بِنَصۡرِهِۦ مَن يَشَآءُۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَعِبۡرَةٗ لِّأُوْلِي ٱلۡأَبۡصَٰرِ ١٣

3-113 یقینًا شته تاسو لپاره لویه نښه په هغو دوه ډلو كې چې یو بل ته مخامخ شوې وې، یوه ډله د الله په لار كې جنګېدله او بله كافره وه، دوى به هغوى لره له خپل ځان نه دوه چنده (زیات) لیدل، د سترګو په لیدلو سره، او الله په خپل مدد سره قوت وركوي (مضبوطوي) چا ته چې وغواړي، یقینًا په دې كې د سترګو خاوندانو لپاره خامخا عبرت (اونصیحت) دى

تفسیر

بېشکه تاسو لپاره لارښوونه او عبرت و په هغو دوو ډلو کې چې د بدر په ورځ د جنګ لپاره سره ونښتې، یوه ډله یې مؤمنه وه چې د پېغمبر -صلی الله علیه وسلم- او د هغه د ملګرو وه، د الله په لار کې یې جنګ کاوه ددې لپاره چې د الله کلمه لوړه وي، او د هغو کسانو کلمه ښکته وي چې کفر یې کړی، او بله ډله کافره وه چې د مکې کافران دي، هغه کسان چې په لویۍ او ځان ښودنې او تعصب سره راوتلي وو، مؤمنانو دوی لره د ځانو دوه برابره لیدل د سترګو په حقیقي لیدلو سره، نو الله تعالی د خپلو دوستانو مرسته وکړه، او الله تعالی ټینګوي په خپله مرسته چاته چې وغواړي، بېشکه په دغه کې د سترګو خاوندانو ته لوی عبرت او پند دی، چې پوه شي چې مرسته یوازې د ایمان والاو په برخه ده، اګر که شمېر یې کم وي، او ماتې د باطل والاو په برخه ده اګر که شمېر یې ډېر وي.