سورت آل عمران، آیت 104

3:104

وَلۡتَكُن مِّنكُمۡ أُمَّةٞ يَدۡعُونَ إِلَى ٱلۡخَيۡرِ وَيَأۡمُرُونَ بِٱلۡمَعۡرُوفِ وَيَنۡهَوۡنَ عَنِ ٱلۡمُنكَرِۚ وَأُوْلَٰٓئِكَ هُمُ ٱلۡمُفۡلِحُونَ ١٠٤

3-104 او لازم ده چې په تاسو كې دې یوه داسې ډله وي چې د خیر طرف ته بلنه كوي او د نېكۍ حكم كوي او له بدۍ نه منع كوي، او همدغه خلق پوره كامیاب دي

تفسیر

او باید له تاسو څخه -اې مومنانو- یوه ډله وي، چې ټولو هغو ښېګڼو ته بلنه کوي، چې الله تعالی یې خوښوي، او امر کوي پر هغو نیکیو چې اسلام یې ښودنه کړې او عقل یې غوره ګڼي، او له هغو بديو څخه خلک منع کوي چي اسلام ترې منع کړې او عقل یې هم بد ګڼي، او د همدې صفتونو لروونکي په دنیا او آخرت کې هراړخیزه کامیاب دي.