سورت الحشر، آیت 15

59:15

كَمَثَلِ ٱلَّذِينَ مِن قَبۡلِهِمۡ قَرِيبٗاۖ ذَاقُواْ وَبَالَ أَمۡرِهِمۡ وَلَهُمۡ عَذَابٌ أَلِيمٞ ١٥

59-15 (د دوى مثال په ایمان نه راوړو كې) د هغو كسانو په شان دى چې له دوى نه مخكې په نژدې زمانه كې وو، چې هغوى د خپلو بدو چارو سزا (په دنیا كې) وڅكله او د هغوى لپاره (په اخرت كې) ډېر دردوونكى عذاب دى

تفسیر

د دغو يهودو په خپل کفر او هغه عذاب کې چې پرې راغی بېلګه داسې ده لکه له هغوی د لږ مخکې زمانې د مکې د مشرکانو، چې د خپل کفر بده پايله يې وڅکله، نو د بدر په ورځ چې څوک وژل کېدل ووژل شول او څوک چې بندي کېدل بندي کړای شول، او هغوی لره په آخرت دردوونکی عذاب دی.