سورت الغاشية، آیت 9

88:9

لِّسَعۡيِهَا رَاضِيَةٞ ٩

88-9 په خپل كوشش به راضي (خوشاله) وي

تفسیر

د خپل هغه نېک کار لپاره به يې خوښ وي چې په دنيا کې يې کړی دی، د نېک عمل څو برابره بدله به يې زېرمه شوې موندلې وي.