وَلَقَدۡ أَتَوۡاْ عَلَى ٱلۡقَرۡيَةِ ٱلَّتِيٓ أُمۡطِرَتۡ مَطَرَ ٱلسَّوۡءِۚ أَفَلَمۡ يَكُونُواْ يَرَوۡنَهَاۚ بَلۡ كَانُواْ لَا يَرۡجُونَ نُشُورٗا ٤٠
25-40 او یقینًا یقینًا دوى په هغه كلي تېر شوي دي چې په هغه باندې د بدۍ باران ورول شوى و، ایا نو دوى هغه نه لیده ؟ بلكې دوى د بیا ژوندي پورته كېدلو امېد نه لاره
تفسیر
او بېشکه ستا له قومه درواغ ګڼونکي خلک، شام ته په خپل تګ کې د لوط د قوم هغه کلي ته راغلل چې د هغوی د ناروا کړنې له امله د سزا په ډول د ډبرو باران پرې شوی و، تر څو پند ترې واخلي، آيا هغوی له دغه کلي څخه ړانده وو چې ويې نه ليدلو؟ نه داسې نه وه. بلکې هغوی د بيا راوژوندي کېدو هيله نه لرله چې له هغه وروسته به حساب ورسره کيږي.