قُلۡ أَذَٰلِكَ خَيۡرٌ أَمۡ جَنَّةُ ٱلۡخُلۡدِ ٱلَّتِي وُعِدَ ٱلۡمُتَّقُونَۚ كَانَتۡ لَهُمۡ جَزَآءٗ وَمَصِيرٗا ١٥
25-15 ته (دوى ته) ووایه: دغه (خیر) غوره دى، یا كه هغه د همېشه والي جنت چې متقیانو (پرهېزګارو) ته يې وعده وركړى شوې ده؟ دغه به د دوى لپاره بدله او د ورتلو ځاى وي
تفسیر
ورته ووايه ای رسوله! آيا دغه ياده شوې سزا چې تاسوته بيان کړل شوه ښه ده که هغه تلپاتې جنت چې نعمتونه به يې تل وي هيڅکله به نه ختميږي؟ هغه نعمتونه چې الله يې له خپلو ځان ساتونکو بندګانو ژمنه کړې چې د هغوی لپاره به بدله او د ورتلو ځای وي چې د قيامت په ورځ به ورځي.