وَجِاْيٓءَ يَوۡمَئِذِۭ بِجَهَنَّمَۚ يَوۡمَئِذٖ يَتَذَكَّرُ ٱلۡإِنسَٰنُ وَأَنَّىٰ لَهُ ٱلذِّكۡرَىٰ ٢٣
89-23 او په دغې ورځ كې به دوزخ راوستى شي، په دغې ورځ كې به انسان نصیحت (او پند) اخلي او (په دغه وخت كې) د ده لپاره نصیحت به څنګه (نفعمن) وي
تفسیر
او په دغه ورځ به دوزخ په داسې حال کې راوستل شي چې اويا زره کړۍ به لري، له هرې کړۍ سره به اويا زره پرېښتې وي چې کشکوي به يې، په دغه ورځ به انسان ته هغه څه ور ياد شي چې د الله په حق کې يې کومه کوتاهي کړې ده، خو په هغه ورځ به چېرې نصيحت هغه ته ګټه ورسوي، ځکه هغه ورځ د بدلې ده نه د عمل؟!.