سورت البقرة، آیت 35

2:35

وَقُلۡنَا يَٰٓـَٔادَمُ ٱسۡكُنۡ أَنتَ وَزَوۡجُكَ ٱلۡجَنَّةَ وَكُلَا مِنۡهَا رَغَدًا حَيۡثُ شِئۡتُمَا وَلَا تَقۡرَبَا هَٰذِهِ ٱلشَّجَرَةَ فَتَكُونَا مِنَ ٱلظَّٰلِمِينَ ٣٥

2-35او مونږ وويل: اى ادمه! اوسېږه ته او ستا ښځه په جنت كې، او دواړه له هغه (د جنت له مېوو) نه پرېمانه (په مزې سره) خوراك كوئ كوم ځاى چې مو خوښه وي، او تاسو دواړه دې ونې ته مه نژدې كېږئ، ګنې تاسو به له ظالمانو نه شئ

تفسیر

او مونږ وویل اې آدم علیه السلام! ته او ستا میرمن -حواء- په جنت کې واوسېږئ او دواړه په دې جنت کې پراخه، خوندور، بې تکلیفه خوراک کوئ، د جنت په هر ځای کې چې غواړئ، ولې له دې ونې څخه چې ما تاسو د هغې له خوارک څخه منع کړي یاست ځان وساتئ، نو که تاسو دواړو زما د حکم نافرماني وکړه ضرور به د ظالمانو له ډلې څخه شئ.