سورت البقرة، آیت 27

2:27

ٱلَّذِينَ يَنقُضُونَ عَهۡدَ ٱللَّهِ مِنۢ بَعۡدِ مِيثَٰقِهِۦ وَيَقۡطَعُونَ مَآ أَمَرَ ٱللَّهُ بِهِۦٓ أَن يُوصَلَ وَيُفۡسِدُونَ فِي ٱلۡأَرۡضِۚ أُوْلَٰٓئِكَ هُمُ ٱلۡخَٰسِرُونَ ٢٧

2-27هغه خلق چې د الله (سره كړى) لوظ ماتوي وروسته د هغه (لوظ) له مضبوطولو (او پخلي) نه او پرېكوي هغه څه چې الله يې د پيوست ساتلو حكم كړى دى، او په ځمكه كې ورانى كوي، همدغه خلق تاوانيان دي

تفسیر

هغه کسان چې د الله هغه ژمنه ماتوي، کومه يې چې له هغوی څخه يوازې د خپل عبادت او خپل هغه رسول د پيروۍ په اړه اخېستې وه پر کوم چې له هغه مخکې رسولانو خبر ورکړی و، او د کومې خپلوۍ پالنې چې الله امر کړی هغه پرې کوي او په ګناهونو سره په ځمکه کې د ورانکارۍ خپرولو هڅه کوي؛ نو همدوی په دنيا او آخرت کې کم برخي (بې برخې) دي.