وَمَثَلُ ٱلَّذِينَ يُنفِقُونَ أَمۡوَٰلَهُمُ ٱبۡتِغَآءَ مَرۡضَاتِ ٱللَّهِ وَتَثۡبِيتٗا مِّنۡ أَنفُسِهِمۡ كَمَثَلِ جَنَّةِۭ بِرَبۡوَةٍ أَصَابَهَا وَابِلٞ فَـَٔاتَتۡ أُكُلَهَا ضِعۡفَيۡنِ فَإِن لَّمۡ يُصِبۡهَا وَابِلٞ فَطَلّٞۗ وَٱللَّهُ بِمَا تَعۡمَلُونَ بَصِيرٌ ٢٦٥
2-265 او د هغو كسانو مثال چې خپل مالونه د الله د رضا غوښتلو لپاره او د خپلو نفسونو د كلكوالي لپاره لګوي، د هغه باغ په شان دى؛ چې په نرمه څَربَه ځمكه باندې وي؛ چې په هغه زورور باران وورېږي، نو دغه (باغ) خپلې مېوې دوه چنده وكړي، نو كه پر هغه زورور باران ونه ورېږي، نو (هغه ته) نرى باران (هم كافي دى) او الله هغو (كارونو) لره ښه لیدونكى دى، چې تاسو يې كوئ
تفسیر
مثال د هغو مومنانو چې مالونه د الله د رضا په خاطر لګوي، او ځانونه یې ډاډمن دي د الله تعالی په ژمنو او مجبور شوي نه دي، د هغه باغ په شان دي چې په یو لوړ پاک ځای وي، وررسیږي هغې ته ډیر باران، او څو چنده میوه وکړي، او که ډیر باران ورته ونه رسیږي نو لږ هم ورته کفایت کوي ځکه چې ځمکه یې حاصل خیزه ده، همدا راز د اخلاص څښتنانو خیراتونه الله قبلوي او څو چنده بدله ورکوي اګر که خیرات لږ هم وي، الله د هغه څه چې تاسو یې کوئ لیدونکی دی، د اخلاص لرونکو اوریا کوونکو حال له هغه څخه پټ ندی، او زر دی چې هر یو ته به د هغه سره وړ بدله ورکړي.