سورت البقرة، آیت 249

2:249

فَلَمَّا فَصَلَ طَالُوتُ بِٱلۡجُنُودِ قَالَ إِنَّ ٱللَّهَ مُبۡتَلِيكُم بِنَهَرٖ فَمَن شَرِبَ مِنۡهُ فَلَيۡسَ مِنِّي وَمَن لَّمۡ يَطۡعَمۡهُ فَإِنَّهُۥ مِنِّيٓ إِلَّا مَنِ ٱغۡتَرَفَ غُرۡفَةَۢ بِيَدِهِۦۚ فَشَرِبُواْ مِنۡهُ إِلَّا قَلِيلٗا مِّنۡهُمۡۚ فَلَمَّا جَاوَزَهُۥ هُوَ وَٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ مَعَهُۥ قَالُواْ لَا طَاقَةَ لَنَا ٱلۡيَوۡمَ بِجَالُوتَ وَجُنُودِهِۦۚ قَالَ ٱلَّذِينَ يَظُنُّونَ أَنَّهُم مُّلَٰقُواْ ٱللَّهِ كَم مِّن فِئَةٖ قَلِيلَةٍ غَلَبَتۡ فِئَةٗ كَثِيرَةَۢ بِإِذۡنِ ٱللَّهِۗ وَٱللَّهُ مَعَ ٱلصَّٰبِرِينَ ٢٤٩

2-249 نو كله چې طالوت سره د لښكرو راووت، ويې ويل: یقینًا الله په یوې ولِې سره ستاسو ازمايش كوونكى دى، نو څوك چې له هغې نه اوبه وڅښي، نو هغه زما له ملګرو نه نه دى، او څوك چې هغه ونه څكي، نو بېشكه هغه زما له ملګرو څخه دى مګر هغه څوك چې په خپل لاس سره یو چونګ (اوبه) راواخلي، نو هغوى له هغې (ولې) نه اوبه وڅښلې مګر له دوى نه ډېرو لږو (خلقو ونه څښلې) نو كله چې دى (طالوت) او هغه كسان چې له ده سره يې ایمان راوړى و له هغې نه پورې وتل، (مخالفت كوونكو وویل:) نن ورځ زمونږ لپاره د جالوت او د هغه د لښكرو په مقابله كې هېڅ طاقت نشته، او وویل هغو كسانو چې یقین يې لاره چې بېشكه دوى له الله سره ملاقات كوونكي دي: څومره ډېر ځلې ډېره وړه ډله په ډېرې لويې ډلې باندې د الله په حكم سره غالبه شوې ده، او الله د صبر كوونكو ملګرى دى

تفسیر

نو پس هر کله چې طالوت له خپلو لښکرو سره له ښار څخه راووت خپلو لښکرو ته یې وویل: یقینا الله تعالی به په تاسو باندې ازمیښت کوي په یو نهر سره، نو پس چاچې ترې اوبه وڅښلې نو هغه به زما له تابعدارانو څخه نه وي، او له ماسره دې په جنګ کې نه ملګري کېږی، او هر هغه څوک چې اوبه ونه څښي نو هغه زما تابعدار دی، او له ماسره به په جنګ کې ملګری وي، مګر هغه څوک چې محتاجه شي نو په خپل لاس ترې د یوې لپې په اندازه اوبه وڅښې نو په هغه باندې څه ګناه نشته، نو ټول لښکر ترې اوبه وڅښلې مګر لږو کسانو صبر وکړ او اوبه یې ونه څښلې سره له ډيرې تندې نه، نو کله چې طالوت او هغه سره چې کوم مومنان وو له نهر څخه واوښتل، نو ځنو عسکرو یې وویل: نن ورځ مونږ د جالوت او د هغه له لښکرو سره د جګړې کولو څه توان او طاقت نه لرو، نو په دغه وخت کې هغو کسانو چې د هغوئ یقین وو چې د قیامت په ورځ به د الله تعالی سره مخامخ کېږی، وویل: ډیر کرت یوه مومنه ډله چې لږ عدد والا وي غالبه شوي په کافره ډله چې ډیر عدد والا وي د الله تعالی په حکم او مدد سره، نو پس اعتبار په کامیابۍ کې ایمان لره دی ډیر والي لره نه دی، او الله تعالی د خپلو بندګانو له صبر کوونکو خلکو سره دی د هغوئ مدد او مرسته کوي.