سورت البقرة، آیت 228

2:228

وَٱلۡمُطَلَّقَٰتُ يَتَرَبَّصۡنَ بِأَنفُسِهِنَّ ثَلَٰثَةَ قُرُوٓءٖۚ وَلَا يَحِلُّ لَهُنَّ أَن يَكۡتُمۡنَ مَا خَلَقَ ٱللَّهُ فِيٓ أَرۡحَامِهِنَّ إِن كُنَّ يُؤۡمِنَّ بِٱللَّهِ وَٱلۡيَوۡمِ ٱلۡأٓخِرِۚ وَبُعُولَتُهُنَّ أَحَقُّ بِرَدِّهِنَّ فِي ذَٰلِكَ إِنۡ أَرَادُوٓاْ إِصۡلَٰحٗاۚ وَلَهُنَّ مِثۡلُ ٱلَّذِي عَلَيۡهِنَّ بِٱلۡمَعۡرُوفِۚ وَلِلرِّجَالِ عَلَيۡهِنَّ دَرَجَةٞۗ وَٱللَّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ ٢٢٨

2-228 او طلاقې كړى شوې ښځې دې پر خپلو ځانونو درې حیضه انتظار كوي، او د دوى لپاره حلال نه دي چې پټ كړي هغه څه چې الله د دوى په رَحِمونو كې پیدا كړي دي، كه دوى پر الله او پر ورځ د اخرت ایمان لري او په دې موده كې د دوى خاوندان د دوى د بیا راوستلو اصل حقدار دي كه هغوى د اصلاح (جوړښت) اراده لري، او د دستور مطابق د هغو (ښځو) لپاره (په خاوندانو باندې حقونه) دي په شان د هغو (حقونو) چې پر دغو (ښځو) باندې لازم دي (د خپلو خاوندانو لپاره) او په دوى باندې د سړيو لپاره درجه شته، او الله ډېر غالب، ښه حكمت والا دى

تفسیر

او طلاقی کړل شوې ښځې دې انتظار وکړي تر راتګ د درې حیضونو، په دې موده کې به بل چا سره نکاح نه کوي، او دوی ته جایز نه ده چې پټ کړي هغه حمل چې الله تعالی پیداکړي وي د دوئ په بچي دانۍ کې، که چېرې دوی رښتینې وي په ایمان لرلو کې په الله تعالی او په ورځ د آخرت، او خاوندان د دوی چې طلاق یې ورته ورکړی دی ډیر حقدار دي چې بېرته خپلو ښځو ته د عدت په موده کې رجوع وکړي، که چیرته دوی په دې رجوع سره هدف مینه او محبت وي او لرې کول د هغه حسد او کینې وي چې د طلاق په وجه د دې دواړو ترمنځ واقع شوی ؤ، او ښځو ته هم هغه شان حقوق دي لکه څنګه چې د دوی د خاوندانو دي، په هغه طریقه چې خلکو کې رواج وي، او سړي د ښځو نه اوچت دي په فضیلت کې، له وجې د اداره کولو د کور او له وجې د طلاق نه، او الله تعالی زورور دی هيڅ شی ورباندې نه شي غالب کېدلی، په خپلو حکمونو او کارونو کې حکمت والا دی.