سورت البقرة، آیت 171

2:171

وَمَثَلُ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ كَمَثَلِ ٱلَّذِي يَنۡعِقُ بِمَا لَا يَسۡمَعُ إِلَّا دُعَآءٗ وَنِدَآءٗۚ صُمُّۢ بُكۡمٌ عُمۡيٞ فَهُمۡ لَا يَعۡقِلُونَ ١٧١

2-171 د هغو كسانو مثال چې كفر يې كړى دى؛ د هغه كس په شان دى چې هغو (څارويو) ته نارې وهي چې نه اوري مګر يواځې تشه بلنه او غږ، (دوى) كاڼه دي، ګونګیان دي، ړانده دي، نو دوى هېڅ نه پوهېږي

تفسیر

د کافرانو مثال د خپلو پلرونو په تابعدارۍ کې د هغه شپونکي (چوپان) په څېر دی چې خپلې رمې ته چغې وهي، نو څاروي یې (یوازې) آواز اوري خو په دې نه پوهیږي چې څه ورته وایي، نو پس دوی د حق له اوریدو څخه کاڼه دي فایده ترې نه شي اخیستلای، د دوی ژبې له حق ویلو څخه ګونګۍ دي، سترګې یې له حق څخه ړندې دې حق نه شي لیدلای، نو ځکه دوی په هغه حق نه شي پوهیدلای کوم ته یې چې تاسې رابلئ.