وَإِلَٰهُكُمۡ إِلَٰهٞ وَٰحِدٞۖ لَّآ إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ ٱلرَّحۡمَٰنُ ٱلرَّحِيمُ ١٦٣
2-163 او ستاسو حق معبود یو معبود دى، هېڅ لايق د عبادت نشته مګر يواځې هغه دى چې ډېر زیات مهربان، بې حده رحم كوونكى دى
تفسیر
-اې خلکو!- ستاسو د عبادت مستحق یوازې یو ذات دی چې په خپل ذات او صفاتو کې یوازې دی، له هغه څخه سوا بل څوک په حق سره د عبادت لایق نه دی، هغه مهربان ذات دی، د پراخې مهربانۍ څښتن دی، داسې چې په خپلو بنده ګانو یې بې شمېره پېرزوینې کړي دي.