سورت البقرة، آیت 133

2:133

أَمۡ كُنتُمۡ شُهَدَآءَ إِذۡ حَضَرَ يَعۡقُوبَ ٱلۡمَوۡتُ إِذۡ قَالَ لِبَنِيهِ مَا تَعۡبُدُونَ مِنۢ بَعۡدِيۖ قَالُواْ نَعۡبُدُ إِلَٰهَكَ وَإِلَٰهَ ءَابَآئِكَ إِبۡرَٰهِـۧمَ وَإِسۡمَٰعِيلَ وَإِسۡحَٰقَ إِلَٰهٗا وَٰحِدٗا وَنَحۡنُ لَهُۥ مُسۡلِمُونَ ١٣٣

2-133ايا تاسو هغه وخت موجود وئ چې يعقوب ته مرګ حاضر شو؟ كله چې هغه خپلو زامنو ته وويل: له ما نه بعد به د څه شي عبادت كوئ؟ هغوى وويل: مونږ به ستا د اِلٰه (معبود) او ستا د پلرونو ابراهيم، او اسمٰعيل او اسحٰق د اِلٰه عبادت كوو، د يو حق معبود، او مونږه (ټول) د هغه حكم منونكي يو

تفسیر

آیا تاسو د یعقوب علیه السلام د مرګ پر مهال حاضر وئ چې ده له خپلو زامنو څخه پوښتنه کوله: زما له مرګه وروسته به د څه شي بندګي کوئ؟ دوی ورته په ځواب کې وویل: مونږ به د هغه یو معبود بندګي کوو چې ستا او ستا د پلرونو ابراهیم او اسماعیل او اسحاق معبود دی، چې هغه یو دی او شریک نه لري او مونږ ټول یوازې هغه ته غاړه ایښودونکي یو.