وَإِذۡ قَالَ إِبۡرَٰهِـۧمُ رَبِّ ٱجۡعَلۡ هَٰذَا بَلَدًا ءَامِنٗا وَٱرۡزُقۡ أَهۡلَهُۥ مِنَ ٱلثَّمَرَٰتِ مَنۡ ءَامَنَ مِنۡهُم بِٱللَّهِ وَٱلۡيَوۡمِ ٱلۡأٓخِرِۚ قَالَ وَمَن كَفَرَ فَأُمَتِّعُهُۥ قَلِيلٗا ثُمَّ أَضۡطَرُّهُۥٓ إِلَىٰ عَذَابِ ٱلنَّارِۖ وَبِئۡسَ ٱلۡمَصِيرُ ١٢٦
2-126او كله چې ابراهيم وويل: اى زما ربه! دا (ځاى) امن ناكه ښار جوړ كړه، او د ده اوسېدونكو ته له مېوو نه روزي وركړه، (خو) په دوى كې يواځې هغه چا ته چې پر الله او پر ورځ د اخرت يې ايمان راوړى وي. (الله) وويل: او څوك چې كافر شو، نو هغه ته به لږه فايده وركړم، بيا به هغه په زوره د اور عذاب ته بوځم او هغه د ورتلو بد ځاى دى
تفسیر
اې پیغمبره! یاد کړه هغه وخت چې ابراهیم علیه السلام له خپل رب څخه د دعا غوښتلو پر مهال وویل: اې زما پالونکیه! مکه د امن ښار وګرځوه، چې هیچا ته پکې زیان نه رسي او اوسېدونکو ته یې هر ډول مېوې ورکړه، او دا روزې پر تا او د آخرت په ورځ باور لرونکو ته ځانګړې کړه، نو الله تعالی ورته وویل: څوک چې له دوی څخه کافر شول، نو زه به ورته په دنیا کې د لږې ګټې پورته کولو روزي ورکړم، بیا به یې په آخرت کې په زوره د دوزخ اور ته را کش کړم، او د قیامت په ورځ د ور ګرځېدو بد ځای دی.