سورت البقرة، آیت 124

2:124

۞ وَإِذِ ٱبۡتَلَىٰٓ إِبۡرَٰهِـۧمَ رَبُّهُۥ بِكَلِمَٰتٖ فَأَتَمَّهُنَّۖ قَالَ إِنِّي جَاعِلُكَ لِلنَّاسِ إِمَامٗاۖ قَالَ وَمِن ذُرِّيَّتِيۖ قَالَ لَا يَنَالُ عَهۡدِي ٱلظَّٰلِمِينَ ١٢٤

2-124او (ياد كړه) هغه وخت چې خپل رب يې ابراهيم په څو خبرو سره وازمايه، نو (ابراهيم) هغه پوره كړې (الله) وويل: يقينًا زه تا د خلقو لپاره امام جوړوم، هغه وويل: او زما په اولاد كې (هم امامان جوړكړه) (الله) وويل: زما عهد (د امامت وعده) ظالمانو (كافرانو) ته نه رسېږي

تفسیر

او هغه وخت یاد کړه چې الله تعالی ابراهیم علیه السلام د څه احکامو او سپارښتنو په تر سره کولو سره وازمایه، نو هغه په ښه بڼه او پوره توګه (هغه چارې) تر سره کړې، نو الله تعالی خپل پیغمبر ابراهیم ته وویل: زه تا د خلکو لپاره پېشوا او امام ګرځوم، څو خلک ستا د کړنو او اخلاقو پیروي وکړي، ابراهیم علیه السلام وویل: اې پالونکیه! زما له اولادې څخه هم مخکښان او امامان وګرځوه چې خلک یې پیروي وکړي، نو الله تعالی ورته په ځواب کې وویل: زما ژمنه په دین کې د امامت او پېشوا ګرځولو ستا د اولادې ظالمانو ته نه رسېږي.