وَقَالُواْ ٱتَّخَذَ ٱللَّهُ وَلَدٗاۗ سُبۡحَٰنَهُۥۖ بَل لَّهُۥ مَا فِي ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضِۖ كُلّٞ لَّهُۥ قَٰنِتُونَ ١١٦
2-116او هغوى وويل: الله (د ځان لپاره) اولاد نيولى دى، (داسې نه ده) هغه (له دې خبرو نه) پاك دى، بلكې څه چې په اسمانونو او ځمكه كې دي، هغه (ټول) خاص د هغه لپاره دي، ټول د هغه حكم منونكي دي
تفسیر
یهودیانو او عیسویانو او مشرکانو وویل: الله تعالی خپل ځان ته زوی نیولی دی! الله له دې څخه سپېڅلی او پاک دی، ځکه هغه د مخلوق څخه بې پروا دی، او زوی خو هغه څوک نیسي چې ورته اړتیا لري، او الله تعالی لره خو د اسمانونو او زمکې پاچاهي ده، او ټول مخلوقات د الله بندګان دي، د ده امر منونکي دي، څرنګه چې وغواړي تصرف پکې کولای شي.