أَيَحۡسَبُ أَن لَّمۡ يَرَهُۥٓ أَحَدٌ ٧
90-7 ایا دى خیال كوي چې بېشكه دى هیچا نه دى لیدلى
تفسیر
آيا هغه څوک چې پر لګولو وياړي دا ګومان کوي چې الله يې نه ويني؟! او دا چې په خپل مال کې به حساب نه ورسره کوي چې له کوم ځايه يې ترلاسه کړ او په څه کې يې ولګوی؟!.