سورت الأعراف، آیت 6

7:6

فَلَنَسۡـَٔلَنَّ ٱلَّذِينَ أُرۡسِلَ إِلَيۡهِمۡ وَلَنَسۡـَٔلَنَّ ٱلۡمُرۡسَلِينَ ٦

7-6 نو مونږ به له هغو خلقو نه خامخا لازمًا تپوس وكړو چې رسولان ورته استول شوي وو او خامخا لازمًا به مونږ له رسولانو نه (هم) تپوس وكړو

تفسیر

نو خامخا تپوس به وکړو مونږ د قیامت په ورځ د هغو امتونو نه چې مونږ ورته پیغمبران لیږلی وو د هغه جواب باره کې چې دوی پیغمبرانو ته ورکړی و، او خامخا مونږ به تپوس وکړو د پیغمبرانو نه د هغو د تبلیغ باره کې د کوم شي چې دوی ته یې په رسولو امر شوی و، او چې دوی ته د دوی امتونو څه جواب ورکړی و.