سورت الأعراف، آیت 47

7:47

۞ وَإِذَا صُرِفَتۡ أَبۡصَٰرُهُمۡ تِلۡقَآءَ أَصۡحَٰبِ ٱلنَّارِ قَالُواْ رَبَّنَا لَا تَجۡعَلۡنَا مَعَ ٱلۡقَوۡمِ ٱلظَّٰلِمِينَ ٤٧

7-47 او كله چې د دوى سترګې د دوزخیانو په طرف واړول شي، دوى به وايي: اى زمونږه ربه! مونږ له ظالم قوم سره مه یو ځاى كوه

تفسیر

او کله چې وګرځول شي سترګي د اعراف والاو د اور والاوو ته، او دوی وویني هغه سخت عذاب چې دوی پکې دي، دوی به دا وایې د الله تعالی نه به دعا غواړي چې: ای زمونږه ربه! ته مونږ مه ګرځوې د ظالم قوم سره په کفر او په شرک کولو سره په تا باندې.