سورت الأعراف، آیت 46

7:46

وَبَيۡنَهُمَا حِجَابٞۚ وَعَلَى ٱلۡأَعۡرَافِ رِجَالٞ يَعۡرِفُونَ كُلَّۢا بِسِيمَىٰهُمۡۚ وَنَادَوۡاْ أَصۡحَٰبَ ٱلۡجَنَّةِ أَن سَلَٰمٌ عَلَيۡكُمۡۚ لَمۡ يَدۡخُلُوهَا وَهُمۡ يَطۡمَعُونَ ٤٦

7-46 او د دواړو په مینځ كې پرده ده او د اَعراف له پاسه به څه نور كسان وي چې دوى به هر یو (له جنتیانو او دوزخیانو نه) په خپلو علامو سره پېژني او دوى به جنتیانو ته اواز وكړي چې پر تاسو دې سلام وي، دوى لا جنت ته داخل شوي نه دي او دوى (جنت ته د ننوتلو) طمع لري

تفسیر

د دغو دواړو ډلو جنتيانو او دوزخيانو تر منځ به يو لوړ دېوال وي چې اعراف به نوميږي او پر دغه لوړ دېوال به هغه خلک وي چې نېکۍ او بدۍ يې سره برابرې شوي وي، هغوی به جنتيان د هغوی له نښانو څخه لکه د مخونو سپينوالي اودوزخيان د هغوی له نښانو لکه د مخونو توروالي څخه پېژني، دغه خلک به جنتيانو ته د هغوی د درناوي په موخه په داسې ويلو ور چېغې کړي پر تاسو دې سلامتيا وي، په دغه حال کې به د اعراف خلک جنت ته نه وي ننوتلي، خو د الله په لورېينه به هلته د ننوتلو هيله لري.