يَٰبَنِيٓ ءَادَمَ لَا يَفۡتِنَنَّكُمُ ٱلشَّيۡطَٰنُ كَمَآ أَخۡرَجَ أَبَوَيۡكُم مِّنَ ٱلۡجَنَّةِ يَنزِعُ عَنۡهُمَا لِبَاسَهُمَا لِيُرِيَهُمَا سَوۡءَٰتِهِمَآۚ إِنَّهُۥ يَرَىٰكُمۡ هُوَ وَقَبِيلُهُۥ مِنۡ حَيۡثُ لَا تَرَوۡنَهُمۡۗ إِنَّا جَعَلۡنَا ٱلشَّيَٰطِينَ أَوۡلِيَآءَ لِلَّذِينَ لَا يُؤۡمِنُونَ ٢٧
7-27 اى د ادم اولاده! تاسو لره دې شیطان هیڅكله هم په فتنه كې وانه چوي، لكه څنګه چې يې ستاسو مور وپلار له جنت نه وويستل، چې له هغوى نه يې د هغوى لباس وښكلو، د دې لپاره چې هغوى ته خپل شرم ځایونه وښیي، بېشكه هغه او د هغهٔ قبیله تاسو له هغه ځایه ویني چې تاسو يې نه وینئ، بېشكه مونږ شیطانان د هغو خلقو لپاره دوستان جوړ كړي دي چې ایمان نه راوړي
تفسیر
ای اولاد د ادم -علیه السلام-! دوکه دې نه کړي تاسو لره شیطان په ښایسته کولو دګناه سره چې پریږدئ حسې لباس (جامې) د عورت د پټولو او یا پریږدئ د تقوی لباس (جامې)، نو یقینا دوکه کړي یې وو ستاسو مور او پلار په ښایسته کولو سره خوراک لره د هغې ونې نه (چې دوی ترې الله تعالی منع کړي وو) تر دې چې اخري انجام یې دا شو چې دواړه یې د جنت څخه راوویستل، او ښکاره شو دواړو ته د دوی عورتونه، بیشکه شیطان او د هغه اولاده ویني تاسو لره او تاسو هغوی نه وینئ، نو په تاسو لازم دي ځان ساتل د هغه نه او د هغه د اولادې نه، بیشکه مونږ ګرځولي شیطانان دوستان هغو خلکو لره چې په الله تعالی ایمان نه راوړي، او هر چې مومنان دي هغه کسان چې نیک کارونه کوي نو د شیطان په هغوی باندې هیڅ وسه نه رسیږي.