سورت الأعراف، آیت 204

7:204

وَإِذَا قُرِئَ ٱلۡقُرۡءَانُ فَٱسۡتَمِعُواْ لَهُۥ وَأَنصِتُواْ لَعَلَّكُمۡ تُرۡحَمُونَ ٢٠٤

7-204 او كله چې قرآن لوستل كېږي، نو تاسو هغه په غور سره اورئ او خاموشه اوسئ، د دې لپاره چې پر تاسو رحم وكړى شي

تفسیر

او کله چې قرآن کریم لوستل کيږي نو تاسو د هغه لوستلو ته غوږ کیږدئ، او خبرې مه کوئ، او د هغه څخه په بل څه ځان مه مشغولوئ؛ امید دی چې الله تعالی به په تاسو رحم وکړي.