سورت الأعراف، آیت 201

7:201

إِنَّ ٱلَّذِينَ ٱتَّقَوۡاْ إِذَا مَسَّهُمۡ طَٰٓئِفٞ مِّنَ ٱلشَّيۡطَٰنِ تَذَكَّرُواْ فَإِذَا هُم مُّبۡصِرُونَ ٢٠١

7-201 بېشكه هغه كسان چې پرهېزګاره شوي دي؛ كله چې هغوى ته د شیطان له طرف نه څه وسوسه ورسېږي (، نو) دوى (د الله حكم) رایاد كړي، بيا نو ناڅاپه دوى لېدونكي (او بينا) وي

تفسیر

بیشکه هغه کسان چې له الله تعالی څخه ویریږي په عملي کولو د اوامرو د هغه او په ځان ساتلو سره د هغه له منهیاتو نه؛ کله چې ورسیږي دوی ته څه وسوسه د شیطان له طرفه نو دوی ګناه وکړي؛ پس دوی د الله تعالی لويي او نافرمانو ته عذاب او تابعدارانو ته ثواب ورکول رایاد کړي، نو د خپلې ګناه څخه توبه وباسي، او خپل رب ته رجوع وکړي، نو دوی یقینا په دغه وخت کې کلک ودریدلي په حق باندې، او برابر کړی یې دي هغه خطاګانې چې دوی کولی، او د هغو څخه بند شوي.