سورت الأعراف، آیت 120

7:120

وَأُلۡقِيَ ٱلسَّحَرَةُ سَٰجِدِينَ ١٢٠

7-120 او (جادوګر) وغورځول شول، چې سجده كوونكي وو

تفسیر

نو نه وو حال ددې جادوګرانو کله چې یې د الله تعالی لوی قدرت ولیده، او ښکاره معجزات یې ولیدل، مګر دا چې الله تعالی ته سجده کوونکي پریوتل.