۞ وَأَوۡحَيۡنَآ إِلَىٰ مُوسَىٰٓ أَنۡ أَلۡقِ عَصَاكَۖ فَإِذَا هِيَ تَلۡقَفُ مَا يَأۡفِكُونَ ١١٧
7-117 او مونږ موسٰی ته وحي وكړه چې خپله امسا وغورځوه، نو ناڅاپه هغې هغه څه ښوى تېرول چې هغوى به جوړول
تفسیر
او الله تعالی خپل پیغمبر او کلیم (خبرې کړی شوي) موسی -علیه السلام- ته وحي (حکم) وکړ: چې وغورځوه -ای موسی- امسا خپله، نو هغه وغورځوله، او د هغې نه مار جوړ شو داسې چې د هغوی رسۍ ګانې او امساګانې یې تیرې کړلې هغه چې هغوی د حقیقت د اړولو لپاره استعمالولې، او خلکو ته یې داسې ښودله ګویا کې دا ماران دی چې منډې وهي.